دافغانستان ولسمشر د ملکیانو په وژلې نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84818-دافغانستان_ولسمشر_د_ملکیانو_په_وژلې_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل په پوځی عملیاتو کښې د ملکیانو وژله د زغملو وړ نه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2019 10:58 Asia/Kabul
  • تراوسه په افغانستان کښې دامریکا دبې پایلوټه الوتکو په ډیرو بریدونو  کښې ګڼ شمیر ملکي وګړي وژل شوي دي .
    تراوسه په افغانستان کښې دامریکا دبې پایلوټه الوتکو په ډیرو بریدونو کښې ګڼ شمیر ملکي وګړي وژل شوي دي .

زمونږ خبریال وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل په پوځی عملیاتو کښې د ملکیانو وژله د زغملو وړ نه ده .

د افغانستان د ولسمشرۍ د مطبوعاتو دفتر نن په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د ملکی خلکو وژله د امریکا د اتلس (۱۸) کلن جنګ بریا ده او باید داسې تدبیرونه غوره شی چې په بریدونو کښې ملکیانو ته هیڅ تاوان ونه رسیږی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی په هلمند ولایت  کښې په وروستیو پوځی عملیاتو کښې د  ملکی خلکو وژله تائید کړه او له  مسولو ادارو یې وغوښتل چې د ځانګړی پلاوی په  استولو سره په دغه ولایت کښې د ملکی خلکو دوژلې په هکله هراړخیزه تحقیقات ترسره کړی .

د افغانستان د هلمند د ولایتی شورا غړو ویلی دی په «موسی قلعه» ولسوالۍ کښې د واده په مراسمو د افغانستان او دخارجی عسکرو په هوایی  بریدونو کښې د ښځو او دماشومانو په شمول  کابو څلویښت(۴۰) کسان وژل شوی دی .

تراوسه په افغانستان کښې دامریکا دبې پایلوټه الوتکو په ډیرو بریدونو  کښې ګڼ شمیر ملکی وګړی وژل شوی دی .

دامریکا پوځ په تیرې جمعې ورځ په یوې(۱) بیانیې کښې اعتراف وکړ د افغانستان په ختیځ کښې په ننګرهار ولایت کښې دواشنګټن د بې پایلوټه الوتکو په حملې کښې څه دپاسه دیرش (۳۰) ملکیان وژل شوی دی .