د ولسمشریزو انتخاباتو د رایه ورکونکو نوملړ نیمګړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84899-د_ولسمشریزو_انتخاباتو_د_رایه_ورکونکو_نوملړ_نیمګړی_دی
په داسې حال کښې چې د افغانستان خلک سره د ټولو ګواښونو او اندیښنو د رایه ورکونې مرکزونو ته تللي دي خو هلته د رایه ورکونکو په نوملړ کښې له نیمګړتیا او خرابي سره مخامخ شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2019 08:53 Asia/Kabul
  • د ولسمشریزو انتخاباتو د رایه ورکونکو نوملړ نیمګړی دی

په داسې حال کښې چې د افغانستان خلک سره د ټولو ګواښونو او اندیښنو د رایه ورکونې مرکزونو ته تللي دي خو هلته د رایه ورکونکو په نوملړ کښې له نیمګړتیا او خرابي سره مخامخ شول.

د تسنیم خبري آژانس د کابل دفتر خبر ورکړی چې د افغانستان خلک چې نن سهار د دغه هیواد په مختلفو ولایتونو کښې د رایه ورکونې مرکزونو ته تلي دي شکایت لري چې نومنه یې د رایه ورکونکو په کاغذي لیسټونو او یا بایومیټرک سیسټم کښې نشته او په دې وجه د خپلې راې حق نه شي کارولی.

رپورټونه هم داشان وايي چې د رایه اخیستنې په ځینو مرکزونو کښې د انتخاباتي شکیاتونو د کمیشن استازي شتون نه لري.

د افغانستان د صلحې د عالي شورا او د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي په دې هکله وویل: د کابل د لویدیځ د رایې اخیستنې په یو مرکز کښې د بدخشان ولایت د رایې ورکونکو په نوملړ کښې نیمګړتیا د دغه مرکز د بندیدو سبب شوه.

هم داشان د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو یو کاندید عبداللطیف پدرام هم د خپلې راې له کارولو وروسته وویل: له هم دا اوسه په انتخاباتو کښې ستونزې لیدل کیږي او که دا بهیر هم داسې روان وي نو د انتخاباتو نتیجه به د منلو وړ نه وي.