د ولسمشریزو انتخاباتو رایه اخیستنه مازیګر ۵ بجې پاې ته ورسیده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84908-د_ولسمشریزو_انتخاباتو_رایه_اخیستنه_مازیګر_۵_بجې_پاې_ته_ورسیده
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن پرون مازیګر پنځه بجې د ولسمشریزو انتخاباتو د رایه اخیستنې د بهیر د ختمیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 29, 2019 05:30 Asia/Kabul
  • د ولسمشریزو انتخاباتو رایه اخیستنه مازیګر  ۵ بجې پاې ته ورسیده

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن پرون مازیګر پنځه بجې د ولسمشریزو انتخاباتو د رایه اخیستنې د بهیر د ختمیدو خبر ورکړ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن وویل چې د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو د رایه اخیستنې بهیر پرون یعنې د ستمبر په اتویشتمه نیټه په ځايي وخت د مازیګر په پنځه بجې پاې ته ورسید او ورپسې د رایه اخیستنې په مرکزونو کښې د انتخاباتو د راې شمیرنې بهیر پیل شو.

ټاکل شوې وه چې د رایه اخیستنې کار د مازیګر په دریو بجو پاې ته ورسیږي خو د انتخاباتو خپلواک کمیشن دغه بهیر دوه ساعته نور تمدید کړ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن ویلي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره رایه اخیستنې په څلور نیمو زرو مرکزونو کښې ترسره شوې ده.