نړیوالې ټولنې د افغانستان د ټولټاکنوهرکلی کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84920-نړیوالې_ټولنې_د_افغانستان_د_ټولټاکنوهرکلی_کړی_دی
اروپائی اتحادیه د افغانانو له شجاعت چې په نا کرارو او ګواښونکو شرائطو کې ئې د رایو په صندوقونو کې شتون درلودلی،قدرونه کړې او دا ئې د افغانستان د لاښه راتلونکی ته یوه هیله بللې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 29, 2019 11:50 Asia/Kabul
  • نړیوالې ټولنې د افغانستان د ټولټاکنوهرکلی کړی دی

اروپائی اتحادیه د افغانانو له شجاعت چې په نا کرارو او ګواښونکو شرائطو کې ئې د رایو په صندوقونو کې شتون درلودلی،قدرونه کړې او دا ئې د افغانستان د لاښه راتلونکی ته یوه هیله بللې ده .

  ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د افغانستان په کابل کې  د اروپائي اتحادئې استازي  پيرمایوډیّن  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ،سره له دې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو   دترسره په لاره کې مشکلات ډير وو ،خو  دغه انتخابات په کراره فضا کې ترسره شوي دي .

  پيرمایوډيّن  وئيلی دي ،اروپائي اتحادیه د افغانانو له شجاعت چې په  نا کرارو او ګواښونکو شرائطو کې ئې د رايو په  صندوقونو کې شتون درلودلی ،قدرونه کړې او دا ئې د افغانستان د لاښه راتلونکي  ته یوه هیله بللې ده .

 د ناټوموسسې عمومی منشي ینس سټولټِنبرګ هم د افغانستان د ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې  د رایو ورکونکو  د ګډون ستاینه کړې ده .

 د افغانستان د  انتخاباتي کمیشن یو ه مسئول مقام مولانا عبدا... په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې  وئيلی دي ، ددغه هیواد په ۳۴ولایتونو کې د رایو له څلور زره نهه سوه اته ویشتو  مرکزونوڅخه  د څه  دپاسه  دوه زره پنځه سوه مرکزونو  د رایو نتیجې  دغه اورګان ته رارسیدلي  چې ښئ ، یو میلیون یو پنځوس زره  اته سوه کسانو رائې ورکړي  او د رایو په پاتې مرکزونو کې د رایو شمیر به سبا بشپړ شي .  

 دافغانستان د  ا نتخاباتو کمیشن اعلان کړی دی ،  ددغو ټولټاکنو نتیجې به د تلې د میاشتې  په ۲۷ نیټه  اعلان شي .

وروستي راپورونه ښئ چې د انتخاباتو دشکایتونو  د ارزونې کمیشن په یوې خبرتیا کې وئيلی دي ، دوي ته د انتخاباتو دبهیر په باب تر وروستیو پورې څه دپاسه نولس سوه شکایتونه  راپورشوي دي .