دافغانستان په بلخ کښې یوطالب مشر وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84984-دافغانستان_په_بلخ_کښې_یوطالب_مشر_وژل_شوی
زمونږخبریال وایی د افغانستان د پوځ د شاهین کل اردو په بلخ ولایت کښې د طالبانو ډلې د یوه (۱) مشر د وژل کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2019 12:56 Asia/Kabul
  • جوزجان کښې کښې پینځلس (۱۵) طالبان وژل شوي او پینځه(۵) نور ژوبل شوي .
    جوزجان کښې کښې پینځلس (۱۵) طالبان وژل شوي او پینځه(۵) نور ژوبل شوي .

زمونږخبریال وایی د افغانستان د پوځ د شاهین کل اردو په بلخ ولایت کښې د طالبانو ډلې د یوه (۱) مشر د وژل کیدا خبر ورکړ .

شاهین کل اردو نن وویل د افغانستان دبلخ ولایت په «چمتال» ولسوالۍ کښې د طالبانو ډلې یو(۱) مشر «ګل نبی مبارز» چې ځان یې ولسوال ګاڼه په یوه (۱) هوایی برید کښې وژل شوی .

ویل کیږی چې ګل نبی مبارز د افغانستان دبلخ ولایت په ټولو ترهګرو حملو کښې لاس لرلی او په روان میلادی کال کښې دوه (۲) ځله د امنیتی ځواکونو لخوا ژوبل شوی وو .

دافغانستان د شاهین کل اردو وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په جوزجان کښې په درزاب ولسوالۍ کښې د طالبانو پرضد د عسکرو په عملیاتو کښې پینځلس (۱۵) طالبان وژل شوی او پینځه(۵) نور ژوبل شوی .