دافغانستان په بلخ کښې یوطالب مشر وژل شوی
Oct 02, 2019 12:56 Asia/Kabul
-
جوزجان کښې کښې پینځلس (۱۵) طالبان وژل شوي او پینځه(۵) نور ژوبل شوي .
زمونږخبریال وایی د افغانستان د پوځ د شاهین کل اردو په بلخ ولایت کښې د طالبانو ډلې د یوه (۱) مشر د وژل کیدا خبر ورکړ .
شاهین کل اردو نن وویل د افغانستان دبلخ ولایت په «چمتال» ولسوالۍ کښې د طالبانو ډلې یو(۱) مشر «ګل نبی مبارز» چې ځان یې ولسوال ګاڼه په یوه (۱) هوایی برید کښې وژل شوی .
ویل کیږی چې ګل نبی مبارز د افغانستان دبلخ ولایت په ټولو ترهګرو حملو کښې لاس لرلی او په روان میلادی کال کښې دوه (۲) ځله د امنیتی ځواکونو لخوا ژوبل شوی وو .
دافغانستان د شاهین کل اردو وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په جوزجان کښې په درزاب ولسوالۍ کښې د طالبانو پرضد د عسکرو په عملیاتو کښې پینځلس (۱۵) طالبان وژل شوی او پینځه(۵) نور ژوبل شوی .
ټیګونه