دطالبانو لوړرتبه پلاوی پاکستان ته رسیدلی
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل طالبان مو د سولې خبرو لپاره رابللي دي .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان دطالبانو پلاوی د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره د کتنې لپاره اسلام اباد ته رسیدلی دی .
د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وړمه ورځ پاکستان ته تللی او د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د طالبانو یو(۱) لوړرتبه پلاوی پرون اسلام اباد ته ورسید .
دافغانستان د طالبانو په نوموړی پلاوی کښې دولس (۱۲) کسان شامل دی چې له قطر څخه په یوې (۱) ځانګړی الوتکې کښې پاکستان ته رسیدلی دی .
د افغانستان دطالبانو دغه دولس(۱۲) کسیز پلاوی به نن د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشی او نورو حکومتی چارواکو سره خبرې وکړی .
دپاکستان سرچینو وویل د افغانستان د طالبانو مشران اسلام اباد ته دامریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له ورتلو څخه خبر دی او طالب مشران له زلمی خلیل زاد سره کتنې او خبرو ته تیار دی .
دافغانستان طالبانو ویلی دی چې مونږ له خبرو شاته نه یوو شوی بلکې دا امریکا ده چې له خبرو په شا شوی ده .
دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وویل طالبان مو د سولې خبرو لپاره رابللی دی .
دپاکستان خارجه وزارت هم په یوې۱() بیانیې کښې وویل د دې سفر په ترڅ کې به د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرو په لړ کې شوی پرمختګ ارزول کېږی، او همدا راز په افغانستان کې د سولې درېدلی بهیر د بیا پیلولو شونتیا به کتل کېږی.
اعلامیه کې راغلی، د بهرنیو چارو وزیر او د افغان طالبانو د پلاوی ترمنځ د کتنې لپاره پروګرام یا اجنډا د بشپړېدو په حال کې ده.
یاده دې وی چې په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین پرون و ویلی وو چې د دوی یو پلاوی د پاکستان حکومت په بلنه اسلام اباد ته سفر کوی.
سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی وو چې د طالبانو د مرستیال مشر ملا برادر په مشرۍ یو ۱۱ کسیز پلاوی هم اسلام اباد کې له پاکستانی چارواکو سره پر مهمو مسلو خبرې لری.
نوموړی وایی، دا پلاوی به د اکتوبر تر شپږمې پاکستان کې وی.
په ورته وخت کې د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقی خپل ټوېټر کې لیکلی سوله یې لومړیتوب دی، خو په دې شرط چې د افغان دولت په ملکیت او مشرۍ وی. د نوموړی دا خبرې په داسې مهال دی چې ویل کېږی د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی دی.