د بايوميټرک يو شمېر مشينونه او ميموري کارډونه بې درکه شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85047-د_بايوميټرک_يو_شمېر_مشينونه_او_ميموري_کارډونه_بې_درکه_شوې_دي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسيون وايي، په پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو سيمو کې د بايوميټرک ماشينونه او ميموري کارډونه نادرکه شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 06, 2019 05:18 Asia/Kabul
  • د بايوميټرک يو شمېر مشينونه او ميموري کارډونه بې درکه شوې دي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسيون وايي، په پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو سيمو کې د بايوميټرک ماشينونه او ميموري کارډونه نادرکه شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو کميسيون غړي مولانا عبدا... پرون په کابل خبري غونډې ته وويل چې يوازې کابل کې د بايو ميټرک اووه ماشينونه ورک شوي او زورواکانو د ۲۲ بايوميټرک ماشينونو ميموري کارډونه غلا کړي دي.

ښاغلي عبدالله زياته کړې، چې پر کابل سربېره په نورو سيمو کې هم د بايوميټرک ماشينونه نادرکه شوي او د رايې اچوونو د دې مرکزونو د رايو شمېر په اړه به وروسته پرېکړه کيږي.

د ټاکنو کميسيون ياد غړي زياته کړې، چې تر اوسه د ۲۱زرو مرکزونو رايې ور رسېدلي او د ۶ زرو مرکزونو رايې سکین شوې دي.

نوموړي زياته کړې، چې د ۲۲ زرو مرکزونو رايې کابل ته رارسېدلي او د نورو ولايتونو حساس مواد به هم ډیر زر کابل ته ورورسېږي.

ښاغلي عبدالله ټينګار کړی چې د بايوميټرک ماشينونو له رسېدو وروسته به په دوو مرحلو کې ټولې رايې پاکې شي.

د هغه په وينا په لومړۍ مرحله کې به بايوميټرک او غیر بايوميټرک رايې سره جلا کړي او ورپسې به د بايوميټرک شوو رايو کې د نورو تخنيکي ستونزو څېړنه وکړي.

مولانا عبدالله وويل، د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې مياشت په ۲۷مه اعلان شي.