بایومیټرک راې د افغانستان د انتخاباتي کمیشنونو سره کرښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85087-بایومیټرک_راې_د_افغانستان_د_انتخاباتي_کمیشنونو_سره_کرښه_ده
د افغانستان د انتخاباتي کمیشنونو مسئولینو ټینګار وکړ چې د دغه هیواد په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د بایومیټرک سیسټم له کارولو پرته اچول شوې راې د دواړو انتخاباتي کمیشنونو سره کرښه ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 08, 2019 07:42 Asia/Kabul
  • بایومیټرک راې د افغانستان د انتخاباتي کمیشنونو سره کرښه ده

د افغانستان د انتخاباتي کمیشنونو مسئولینو ټینګار وکړ چې د دغه هیواد په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د بایومیټرک سیسټم له کارولو پرته اچول شوې راې د دواړو انتخاباتي کمیشنونو سره کرښه ده.

د افغانستان د انتخاباتي کمیشنونو مسئولینو ټینګار وکړ چې د دغه هیواد په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د بایومیټرک سیسټم له کارولو پرته اچول شوې راې د دواړو انتخاباتي کمیشنونو سره کرښه ده.

د افغانستان د انتخاباتو کمیشنونو پرون په کابل کښې په یوې ګډې خبري غونډه کښې وویل: د بایومیټرک مشینونو له کارولو پرته اچول شوې راې باطلې دي.

د افغانستان په انتخاباتي شکایتونو د غور د کمیشن ویاند رسنیو ته وویل، کومې راې چې بیا شمیرنې ته اړتیا لري یوازې یو ځل به دوباره وشمیرل شي.

قاسم الیاسي زیاته کړه چې د ستمبر په اتویشتمه نیټه د افغانستان د انتخاباتو له ورځې نه د ټاکنو تر دویمې ورځې پورې ۴۵ زره شکایتونه ثبت شول چې زیاتره د رایه ورکونکو د نوملړ په هکله وو.

هغه څرګنده کړه چې د انتخاباتو کمیشن د هغو اسنادو او مدارکو جاج اخلي چې د انتخاباتي درغلۍ، خلاف ورزۍ او یا جرمونو د ثابتولو قابلیت ولري او له دې مرحلې وروسته به پرې غور وشي.

په عین حال کښې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن غړي مولانا عبدا... هم دې ټکي ته په اشار سره چې په کابل او فاریاب کښې ۱۳ بایومیټرک مشینونه ورک شوي او د یوشمیر مشینونو میموري کارډونه هم پاک شوې دي چې دغه مسئله هم څیړي او په دې لړ کښې د اندیښنې ضرورت نشته.