افغانستان ته د تاجکستان د بریښنا د انتقال لیکه خرابه کړی شوه
Oct 11, 2019 02:20 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د افغانستان بریښنا شرکت په یو رپوټ کښې په شمالي ولایت بغلان کښې له تاجکستانه د وارداتي بریښنې د ستنې د چاودولو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د بریښنا ملي شرکت وویل، په چاودونکو توکو د بریښنا د دغې ستنې په ویجاړیدو سره د پلازمینې کابل او د هیواد د ځینو نور سیمو بریښنا غوڅه شوې ده.
د دې پیښې پړه چا نه ده منلې خو د تیرې ستمبر میاشتې په نیمايي کښې طالب ډلې د افغانستان د شمال په بغلان ولایت کښې د بریښنا د انتقال لیکه خرابه کړې وه چې له امله یې د هیواد یوولس سیمې څو ورځې له تاجکستانه له وارداتي بریښنا بې برخې شوې وې.
د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ زیاتره بریښنا له تاجسکتان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه برابریږي.
ټیګونه