کابل کښې د پوليسو په موټر چاودنه وشوه
Oct 16, 2019 02:02 Asia/Kabul
پرون د افغانستان د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند کوټه سنګي سيمه کښې د پوليسو په يو رينجر موټر چاودنه شوې ده چې له امله يې څو تنه پوليس ژوبل شوي دي.
د رپوټ له مخې چاودنه د کوټه سنګي پول ته څېرمه د څرخي پلۀ زندان اړوند د پوليسو په موټر شوې ده چې له امله يې څو تنه پوليس زخمي شوي دي خو د سرتاوانونو کره شميره نه ده په ډاګه شوې.
د کابل د پوليسو وياند چاودنه تائيد کړې ده او ويلي دي چې سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده، خو د سرتاوانونو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.
تر اوسه ددې چاودنې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې.
ټیګونه