په بلخ ولايت کښې يو فوځي هيلي کاپټر نسکور شو
(last modified Wed, 16 Oct 2019 01:19:16 GMT )
Oct 16, 2019 05:49 Asia/Kabul
  • په بلخ ولايت کښې يو فوځي هيلي کاپټر نسکور شو

د افغانستان په بلخ ولایت کښې د افغان ځواکونو يو هيلي کاپټر غورځېدلې چې د پيلوټانو او عملې په شمول پکښې اوه تنه وژل شوي دي.

رپوټ وايي چې یاد هيلي کاپټر د مزار شريف ښار ته د رسېدو په حال کښې ؤ چې د حيرتان په دوه لارې کښې راوغورځېد.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو چارواکي وايي چې دغه (MI-17) ډوله الوتکه پرون د حيرتان په دوه لارې کې د ناستې په مهال له ځمکې سره لګېدلې ده او تخريب شوې ده.

شاهين قول اردو تر اوسه پورې د سرتاوانونو په اړه څه نه دي ویلي خو ځينو خبري رسنیو د دفاع وزارت د سرچينو له قوله ويلي دي چې په دغه پيښه کې د پيلوټانو او د هيلي کاپټر د عملې په شمول اووه تنه لوړ پوړي فوځي چارواکي وژل شوي دي.

 

ټیګونه