یوازې بایومیټرک شوې راې معتبرې دي
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرايي مشر په کابل کښې د بریطانیې له سفیر سره په کتنه کښې ټینګار وکړ چې په وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو کښې یوازې بایومیټرک شوې راې معتبرې او د منلو وړ دي.
آوا خبري آژانس لیکلې دي، عبدالله عبدالله چې د افغانستان د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو یو کاندید هم دی، پرون مازیګر د بریطانیې د سفیر الیسن بیلک په کتنه کښې وویل: د رایو په شمیرنو به یوازې هغه راې اعتبار ولري چې په بایومیټرک سیسټم کښې ثبت شوې وي.
په وروستیو ټولټاکنو کښې د اوسني ولسمشر اشرف غني اصلي سیال هم داشان زیاته کړه: د انتخاباتو د کمیشنونو غړي دنده لري چې خپل کار په مسئولانه او سمه توګه ترسره کړي.
له بلې خوا افغان ولسمشر اشرف غني هم پرون په کابل کښې د امریکې د خارجه وزیر د مرستیال الیس ویلز سره په کتنه کښې ټینګار کړی و چې د انتخاباتي کمیشنونو د فیصلې احترام کوي او د دغه ارګان له خوا د نتایجو له اعلانه مخکښې دې هیڅ کاندید د بریا ادعا نه کوي.
د ویلو ده چې د ستمبر په اتویشتمه نیټه د افغانستان په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د محمد اشرف غني او عبدا... عبدا... د بریالیتوب احتمال له نورو کاندیدانو زیات دی.