افغانستان کښې ترهګرې حملې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کښې د یو موټر بم چاودنه د اتویشتو کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوه.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، نن سهار شپږ بجې د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کښې د پولیسو د یو مرکز او د یو ښوونځي ودانۍ ته نزدې یو بم ایښودل شوی ګاډی وچاودیده چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او د ۲۰ زده کونکو په شمول ۲۶ تنه نور زخمي شول.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند د ځینو زخمیانو حالت هم خراب اعلان کړی دی.
د چاودنې پړه طالب ډلې منلې ده.
د دغې ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد تهران راډیو ته د یوې خبرپاڼې په رالیږلو سره مدعي شوی چې د موټر بم په وسیله د سترې چاودنې په رامنځته کیدوسره د امنیه قومندانۍ ودانۍ په ټولیزه توګه ویجاړه شوه، ورسره نېږدې د استخباراتو مدیریت او د ولسوالۍ د مرکز اکثره برخې ونړیدلې.
مجاهد زیاته کړې چې په امنیه قومندانۍ کې تر سلو پورې د کابل ادارې عسکر اوسیدل چې تر اوسه پورې د ۳۸ تنو جسدونه موندل شوې دي او په ودانۍ کې لا هم لسګونه جسدونه تر خاورو لاندې دي.