افغانستان د سولې په خبرو کښې لاسوهنه نه منی
-
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت چارواکي او طالبانو ډله هڅه کوي چې خپلې خبرې اترې له سره پیل کړي .
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان حکومت ټینګار وکړ چې په هیواد کښې د سولې خبرې اترې باید د حکومت تر مشرۍ او مالکیت لاندې وی نه دا چې د کوم خارجی هیواد تر مشرۍ او مالکیت لاندې .
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی پرون په کابل کښې رسنیو ته وویل حکومت له طالبانو سره د سولې دخبرو اترو پیلولو ته پاې بندی خو دغه خبرې اترې باید د کابل دحکومت تر مشرۍ او مالکیت لاندې وشی چې یوځل بیا دغه مذاکرات بې نتیجې پاتې نشی .
صدیق صدیقی وویل چې د قطر خبرې پاې ته رسیدلی دی او هغه به نورې تعقیب نشی .
د افغانستان د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقی دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د امریکا د رسنیو د راپور پراساس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت چارواکی او طالبانو ډله هڅه کوی چې خپلې خبرې اترې له سره پیل کړی .
د امریکا او د افغانستان د طالبانو استازیو څه موده مخکې د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې خبرې وکړې خو نتیجه یې خپره نشوه ځکه چې د طالبانو اصلی غوښتنه له افغانستانه په کامل ډول دامریکا دعسکرو وتل دی چې د خبرو اترو د نهو (۹) بې نتیجې پړاونو ترسره کیدل د دې ښودنه کوی چې د واشنګټن چارواکی له افغانستان څخه په کامل ډول د خپل هیواد دعسکرو ایستلو ته چمتو نه دی .