کرزے: ښکېلې غاړې دې ذ افغانانو وژلې ته خاتمه ورکړي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په میدان وردګوکې هوایي عملیات او د لغمان په الیشینګ ولسوالۍ کې موټر بم برید چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده په کلکو ټکو غندلي دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، هر هغه عمل چې له امله یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي بشري جنایت دی.
حامد کرزی وایي، ښکېلې لوري باید ژر تر ژره د افغانانو عام وژنې ته د پای ټکی کېږدي او ارام ژوند ته یې پریږدي.
سرچینه وایي، حامد کرزی یو ځل بیا په هېواد کې د وینې توېدنې پر بندېدو ټینګار کوي او د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو، غواړي چې د پردیو له دسیسو د خلاصون، په هېواد کې د سراسري سولې ټینګښت او بین الافغاني خبرو د بیا پیل لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
حامد کرزي وروسته له هغې په ښکېلو غاړو د افغان وژنې د بندیدو غږ وکړ چې تېره شپه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په صدمرده سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک رسنیو ته ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو په سنګ کلا کلي کې پر یو کور چاپه وهلې او دغه راز یې هوایي بریدونه هم کړي دي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي هم وایي چې په دې عملیاتو کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.