د امریکا او داعش تر منځ فرق نه شته
-
د افغانستان نیمایي خاوره د طالبانو په لاس کې ده.
زمونږ خبریال وایی دافغانستان پخوانی ولسمشر د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په جومات کښې بم چاودنه وغندله .
دافغانستان پخوانی ولسمشر په یوه (۱) مرکه کې ویلی څو کاله مخکې د داعش ډلې د شینوارو خلک ووژل، بې عزته یې کړل او له کورونو یې وشړل خو حکومت هېڅ اقدام ونه کړ.
د نوموړی په خبره، کله چې د سیمې خلک د داعش پر خلاف راټول شول، نو امریکا پرې هوایی بریدونه وکړل او ویې وژل.
حامد کرزی وایی زما په نظر د امریکا او داعش ترمنځ توپیر نه شته، ځکه د نوموړی په خبره، امریکایانو داعش ته اجازه ورکړه چې افغانستان ته راشی. پخوانی ولسمشر وایی چې امریکا له داعش سره د مبارزې په نامه په ننګرهار کې د بمونو مور استعمال کړه خو داعش ډله لا هم پیاوړی شوه .
دافغانستان پخوانی ولسمشر کرزی همداراز ټینګار کوی چې په اوسنی شکل په افغانستان کې د امریکا حضور د کابل په ګټه نه دی.
کرزی همداراز په دغه مرکه کې ویلی چې د افغانستان نیمایی خاوره د طالبانو په لاس کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په یوه(1) جومات کې چاودنې کابو اته نوی (۹۸) ووژل او ۶۰ کسان یې ټپیان کړی وو .