د افغانستان سیال لوری په چین کښې خبرې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85418-د_افغانستان_سیال_لوری_په_چین_کښې_خبرې_کوی
زمونږخبریال وایی له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو د وتلو په هکله د امریکا او د طالبانو ترمینځ دخبرواترو له دریدا او ماتی خوړلو وروسته چین اوس د افغانستان د جنګ دختمولو لپاره د هڅو په لړ کښې د دغه هیواد د بیلابیلو سیالو ډلو ترمنځ د خبرواترو پروګرام جوړ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2019 09:56 Asia/Kabul
  • د کابل حکومت د خبرو اترو د کوربه توب کولو لپاره د چین له پلان څخه خبر دی .
    د کابل حکومت د خبرو اترو د کوربه توب کولو لپاره د چین له پلان څخه خبر دی .

زمونږخبریال وایی له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو د وتلو په هکله د امریکا او د طالبانو ترمینځ دخبرواترو له دریدا او ماتی خوړلو وروسته چین اوس د افغانستان د جنګ دختمولو لپاره د هڅو په لړ کښې د دغه هیواد د بیلابیلو سیالو ډلو ترمنځ د خبرواترو پروګرام جوړ کړی دی .

چین چې له افغانستان سره کوچنی سرحد لری هڅه کوی چې د سولې د هڅو ملاتړ وکړی او تیره میاشت د طالبانو یو (۱)پلاوی د چین له حکومتی چارواکو سره د کتنې لپاره بیجینګ (Beijing) ته تللی وو .

د افغانستان د طالبانو یوه (۱) ویاند سهیل شاهین پرون وویل چین یوه (۱) پلاوی ته بلنه ورکړی ده چې د افغانستان د بیلابیلو سیالیو ډلو ترمینځ په خبرو کښې ګډون وکړی .

د افغانستان د بیلابیلو سیالو ډلو ترمینځ د  خبرواترو هدف د ښکیلو لورو ترمینځ پخلاینه ده .

دغه خبرې اترې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د خبرواترو په مقابل کښې ترسره کیږی .

د افغانستان دطالبانو ویاند سهیل شاهین وویل چې دچین په خبرو کښې به ټول ګډون کونکی د جنګ دختمولو لپاره خپل شخصی نظرونه بیان کړی .

سهیل شاهین  په چین کښې د خبرو اترو د ترسره کیدا نیټه نه ده اعلان کړی .

د افغانستان د خارجه وزیر مرستیال ادریس زمان وویل د کابل حکومت د خبرو اترو د کوربه توب کولو لپاره د چین له پلان څخه خبر دی خو زه په دې هکله خپل نظر نشم څرګندولی .

د افغانستان دپخوانی ولسمشر کرزی یوه(۱) ویاند چې په تیرې فرورۍ  میاشت کښې یې په روسیې کښې د افغانستان دسولې په هکله غونډې کښې ګډون کړی وویل د  کرزی دفتر د  سولې د خبرو په هکله دچین له پلان څخه خبر دی او که چیرې کرزی ته په غونډې کښې د ګډون بلنه ورکړل شی نوهغه به  ګډون وکړی .