افغانستان د سولې د خبرو په دوام ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85424-افغانستان_د_سولې_د_خبرو_په_دوام_ټینګار_وکړ
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند« صدیق صدیقی »د کابل دحکومت لخوا د سولې د خبرواترو د بهیر د مشرۍ پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2019 11:26 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د امریکا د استازیو خبرواترو تراوسه نه دافغانستان دخلکو لپاره کومه نتیجه نه ده لرلي .
    له طالبانو سره د امریکا د استازیو خبرواترو تراوسه نه دافغانستان دخلکو لپاره کومه نتیجه نه ده لرلي .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند« صدیق صدیقی »د کابل دحکومت لخوا د سولې د خبرواترو د بهیر د مشرۍ پرضرورت ټینګار وکړ .

هغه په قطر کښې د امریکا او د طالبانو د استازیو ترمینځ د خبرواترو دریدا ته په اشارې سره وویل د افغانستان حکومت د سولې تحقق ته ژمن دی خو دغه هیواد هغه وخت په عزت سره پایداره سولې ته رسیږی چې حکومت دخبرو اترو مشرۍ وکړی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال د سپتمبر میاشتې په نیمایی په قطر کښې د خبرو اترو د نهو(۹) پړاونو له  ترسره کیدا وروسته له طالبانو سره  خبرې اترې ودرولې .

له طالبانو سره د امریکا د استازیو خبرواترو تراوسه نه یوازې دافغانستان دخلکو لپاره کومه نتیجه نه ده لرلی بلکې سبب شوی چې په دغه هیواد کښې جنګ ، ترهګرې حملې او ناامنیانې نورې هم پسې زیاتې شی .