د چین په کوربتوب په بین الافغانی خبروکې برخه اخلو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85490-د_چین_په_کوربتوب_په_بین_الافغانی_خبروکې_برخه_اخلو
د افغانستان په چارو کې د پاکستان، امریکا،روسیې او چین د ځانګړو استازو په څلوراړخیزې ناستې کې همداراز په افغانستان کې سولې ته درسیدو لپاره د افغانانو تریمنځ دخبرواترو ته د هڅولو لپاره د نورو هیوادونو د ګډو هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی.په دغې غونډې کې چې پرون ترسره شوی ، دچین ، امریکا،روسیې او پاکستان استازو برخه اخستې وه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 26, 2019 11:44 Asia/Kabul
  •  د چین په کوربتوب په بین الافغانی خبروکې برخه اخلو

د افغانستان په چارو کې د پاکستان، امریکا،روسیې او چین د ځانګړو استازو په څلوراړخیزې ناستې کې همداراز په افغانستان کې سولې ته درسیدو لپاره د افغانانو تریمنځ دخبرواترو ته د هڅولو لپاره د نورو هیوادونو د ګډو هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی.په دغې غونډې کې چې پرون ترسره شوی ، دچین ، امریکا،روسیې او پاکستان استازو برخه اخستې وه .

 زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  د افغانستان د ولسمشرۍ  ویندوی صدیق صدیقی نن پخپل ټولنیز چینل کې په یوه پیغام کې وئیلی دی ،دکابل حکومت به په مناسب فرصت کې ، بیجینګ ته په چین کې په بین الافغانی غونډې کې  د ګډون لپاره دګډون کونکو لیسټ وړاندې کړی .

د چین حکومت  چې  ټاکل شوې  ده  په  نزدې راتلونکی کې  د طالبانو د استازو او د افغانستان د سیاسی شخصیتونو په ګډون سره د افغانانو ترمینځ غونډه ترسره کړی،د کابل حکومت  په رسمی ډول بلنه ورکړې څو په دغې ناستې کې ګډون وکړی .

 دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په باکو کې د ناپیّلی غورځنګ دغړو هیوادونو په سرمشریزې کې وئیلی دی ،افغانان د افغانستان دسولې د بهیر دمدیریّت لپاره بشپړ چمتووالی لری .

 طالبانو ډلې  هم اعلان کړی ،چې  په قطر کې د طالبانو دسیاسی دفتر مشر ملاعبدالغنی برادر په مشرۍ ددغې ډلې پلاوی  په دغې ناستې کې ګډون کوی .

 په عین حال کې  په چین کې د سولې دخبرواترو د ځنډیدا په باب ځینی راپورونه هم خپرۀ شوی دی ځکه ټاکل شوې وه ، دغه غونډه  د روانې اونۍ په دوشنبې او سه شنبې  ورځو ترسره شی،خو اوس  له کوم دلیل  پرته وئیل کیږی ، چې  په راتلونکو څو ورځو کې به ترسره شی .

 له دې سره په یووخت  د روسیې مرستیال خارجه وزیر ایګور مورګولوف  یو ځل بیا د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو دسملاسی بیرته ترسره کیدا غوښتنه کړې ده. د روسیې مرستیال خارجه وزیر  همداراز د افغانستان په چارو کې د پاکستان،امریکا،روسیې او چین د ځانګړو استازو په څلوراړخیزې ناستې کې همداراز په افغانستان کې سولې ته درسیدو لپاره د افغانانو تریمنځ دخبرواترو ته د هڅولو لپاره د نورو هیوادونو د ګډو  هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی .  په دغې غونډې کې  چې پرون  ترسره شوی ، دچین ، امریکا،روسیې او پاکستان استازو برخه اخستې وه .