پاکستان دې د افغانستان دسولې په بهیر کې برخه واخلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85500-پاکستان_دې_د_افغانستان_دسولې_په_بهیر_کې_برخه_واخلی
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې په اړه د بین الافغانی خبرې اترې په راتلونکو څو ورځو کې په چین کې ترسره شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2019 02:18 Asia/Kabul
  • پاکستان دې د افغانستان دسولې په بهیر کې برخه واخلی

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې په اړه د بین الافغانی خبرې اترې په راتلونکو څو ورځو کې په چین کې ترسره شی .

  د افغانستان طلوع خبری چینل راپور ورکړی ، د افغانستان  دو لسمشرۍ   دفتر پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ، اشرف غنی  د آذربایجان په باکو کې دناپیّلی غورځنګ د  غړو هیوادونود سرمشریزې ترڅنګ  دپاکستان له ولسمشر عارف علوی سره په کتنې کې وئیلی دی ، د افغانستان ولس  پخپل هیواد کې د سولې دټینګیدا  په بهیر کې د اسلام اباد د ګډون غوښتنه کوی .

 دافغانستان ولسمشر  په دغې کتنې کې  له عارف علوی سره پخپل هیواد کې د سولې اوامنیت د ټینګیدا او له ترهه ګرۍ سره   دمبارزې په باب هم  خبرې اترې وکړی .

  ا شر ف غنی همداراز د هندوستان  دولسمشر له مرستیال موپاوارایو ونکایانئیډو سره هم  په کتنې کې  د  افغانستان د سولې  دخبرواترو د بهیر په باب  دکابل نوی ډیلی  دملګرتیا د دوام په ضرورت په ټینګار سره  د نظر تبادله کړې ده .

ټاکل شوې ده چې  د افغانستان د سولې په اړه د بین الافغانی خبرې اترې  په راتلونکو څو ورځو کې په چین کې ترسره شی .