تخار کښې د ماین چاودنې نهه زده کوونکي ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85637-تخار_کښې_د_ماین_چاودنې_نهه_زده_کوونکي_ووژل
د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې د یوښوونځي مخې ته د ځاے پر ځاے شوي ماین چاودنې له امله شپږ تنه زده کوونکي وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2019 12:42 Asia/Kabul
  • تخار کښې د ماین چاودنې نهه زده کوونکي ووژل

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې د یوښوونځي مخې ته د ځاے پر ځاے شوي ماین چاودنې له امله شپږ تنه زده کوونکي وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند، جواد هجري د دې خبر په تاییدولو سره یک تلویزیوني چېنل ته وویل دا پيښه نن سهار د درقد ولسوالۍ طریان سیمه کښې رامنځته شوې چې په نتیجه  کښې یې نهه زده کوونکي وژل شوي او شمېر نور زخمي شوي دي.

که څه هم تر اوسه د دې پیښې ذمه واري چا کس يا ډلې په غاړه نه ده اخېستې خو جواد هجرې وویل دا ماین د طالبانو له لوري ځاے پر ځاے شوے و.جواد هجری زياته کړه کومه سیمه چې چاودنه پکې شوې، د طالبانو په  قبضه کښې ده.