پکتیکا کښې ماین چاودنې ۷ عامه وګړي ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85648-پکتیکا_کښې_ماین_چاودنې_۷_عامه_وګړي_ووژل
د پکتیکا ولایت سروضې ولسوالۍ کښې ځای پر ځای شوي ماین په عامه کسانو چاودنه کړې چې ۷ تنه پکې وژل شوي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 03, 2019 02:54 Asia/Kabul
  • پکتیکا کښې ماین چاودنې ۷ عامه وګړي ووژل

د پکتیکا ولایت سروضې ولسوالۍ کښې ځای پر ځای شوي ماین په عامه کسانو چاودنه کړې چې ۷ تنه پکې وژل شوي.

دا چاودنه پرون سحر د سلطانو په نوم سیمه کښې شوې ده.

د پکتیکا ولایت امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین پېښه تاییدوي او وائي ماین د وسله والو طالبانو لخوا په سړک کې ځای پر ځای شوے و چې په عامه کسانو وچاودېد او ۷ تنه یې ووژل.

د ارین په وېنا په وژل شویو کسانو کښې څلور د یوې کورنۍ غړي وو.

په دې وروستیو کښې د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د ماین په چاودنو کښې زیات شمیر عامه وګړي وژل شوي دي.

پرون سهار تخار ولایت کښې هم د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په نتيجه کښې د یوه ښوونځي ۹ تنه زده کوونکي ووژل شول.