په خليلزاد د افغانستان د مشرانو د جرګې نيوکه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85671-په_خليلزاد_د_افغانستان_د_مشرانو_د_جرګې_نيوکه
د افغانستان د مشرانو د جرګې يا سېنټ غړيو د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي په کارکردګۍ نيوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2019 11:43 Asia/Kabul
  • په خليلزاد د افغانستان د مشرانو د جرګې نيوکه

د افغانستان د مشرانو د جرګې يا سېنټ غړيو د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي په کارکردګۍ نيوکه وکړه.

د افغانستان د مشرانود جرګې نائب مشر محمد آصف صديقي د دغې جرګې په څرګنده غونډه کښې وويل، خليلزاد د افغانستان د صلحې د خبرو اترو په بهانه د خپلو ذاتي اهدافو او مقاصدو د حاصلولو په لټه دے او د هغه اقداماتو تر اوسه په دغه هېواد کښې د صلحې له ټينګښت سره څه مرسته نه ده کړے.

د افغانستان د مشرانو د  جرګې يو بل غړي صفي ا... هاشمي هم وويل، خليلزاد د افغانستان د صلحې په بهير کښې زياتې تېروتنې او غلطۍ کړي دي.

افغان حکومت تل له طالب ډلې سره د امريکې له دوو اړخيزو خبرو اترو څخه د خليلزاد لخوا په قطر کښې تعقيبېدې خپله ناراضګي امريکائي لورو ته اعلان کړې ده.

د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي زلمي خليزاد په کارکردګۍ د افغانستان د مشرانود جرګې نيوکه د هغه اعتراضي بهير په چوکاټ کښې ده  چې له تېر څه د پاسه يو کال راهسې او د سپينې ماڼې او طالب ډلې د استازيو ترمېنځ د دوو اړخيزو خبرو اترو په شروع کېدو سره مطرح شوےدے.

په دې وروستيو مياشتو کښې له طالب ډلې سره په خبرو اترو کښې د کابل د حکومت د استازيود نه ګډون له لارې د دغه هېواد د صلحې په چارو کښې د امريکې په لاس وهنو د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو د جرګې له اعتراضونو نه علاوه د دغه هېواد ولسمشر محمد اشرف غني او د دغه هېواد ځينو سياسي شخصيتونو هم د واشنګټن په دا ډول اقداماتو سختې نيوکې کړې دي.

د افغادنستان د خلقو او چارواکو ترمېنځ دا اندېښنه موجوده ده چې له طالبانو سره د ا مريکې خبرې اترې د هغوي ترمېنځ د يوې پټې موافقې د رامنځته کېدو سبب شي چې د افغانستان ګټې او ملي امنيت په خطر کښې واچوي.

په اوسنيو حالاتو کښې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتونتائج ټاکل شوې ده په ځنډ سره اعلان شي او حتی د انتخاباتو د نامزدو لخوا د نصاب د ضروري حد نه ترلاسه کېدو په صورت کښې دانتخاباتود بل پړاو د جوړېدو احتمال موجود دے د صلحې په چارو کښې د امريکې د زياتېدونکي مداخلت او له طالب ډلې سره په خبرو اترو کښې د کابل د حکومت رول او مقام ته د بې پامۍ د زياتېدو په باره کښې په دغه هېواد کښې اندېښنې زياتې شوې دي.

له امريکې څخه د افغانستان د خلقو او حکومت اصلي مطالبه په دغه هېواد کښې د صلحې د ټينګښت ضرورياتو ته غاړه اېښودل دي چې د بهرنيو فوځيانوبشپړه وتل يې تر ټولو مهم دي چې له کابل حکومت سره د صلحې د خبرو اترو په نه کولو کښې د طالبانو نه منعطف کېدونکے دريځ بدلولې شي.

له دې نه علاوه د افغانستان د حکومت او ولس بله غوښتنه دا ده چې امريکه دې له طالب ډلې سره د صلحې د خبرو اترو په بهير کښې يوه داسې زمينه برابره کړي چې بين الافغاني خبرې اترې برابرې شي.

دا اټکل مطرح دےچې تر هغه وخته چې د صلحې خبرې اترې يوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنېځ رامنځته نه شي له دې قاعدې څخه هر ډول وتل به په دغه هېواد کښې د جنګ د خاتمې سبب نه شي.

----------