طالبان به د افغان حکومت له استازيو سره خبرې اترې ونه کړي
د طالب ډلې يو غړي وويل، د افغانستان د حکومتي چارواکو د څرګندونو په اپوټه د دغې ډلې پلاوے به په چين کښې په بين الافغاني غونډه کښې د کابل حکومت له سرکاري استازيو سره کتنه ونه کړي.
مولوي عبدالشکور مطمئن نن د افغانستان له آريانا نيوز سره په مرکه کښې وويل، په بيجنګ کښې په بين الافغاني غونډه کښې د طالب ډلې د پلاوي غړي دولس تنه دي چې مشري يې ملا عبدالغني برادر په غاړه لري او دغه پلاوے به په دغه غونډه کښې د افغانستان له حکومتي پلاوي سره په يو مېز کښېنني.
دا څرګندونې له دې وروسته شوې دي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د عمومي او سټراټيجکو ارتباطاتو د ادارې مشر او د ولسمشر صلاحکار وحيد عمر نن د بيجنګ په غونډه کښې د ګډون لپاره له مختلفو ګوندونو څخه د حکومت په نمائندګۍ د يو پراخ بنسټه پلاوي د جوړېدو خبر ورکړ.