د انتخاباتو د کمیشن په داخلي چارو کښې لاسوهنه دې بنده شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85774-د_انتخاباتو_د_کمیشن_په_داخلي_چارو_کښې_لاسوهنه_دې_بنده_شي
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال له انتخاباتي کمیټو وغوښتل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیشن په داخلي چارو کښې له لاسوهنې ډډه وکړي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Nov 09, 2019 08:02 Asia/Kabul
  • د انتخاباتو د کمیشن په داخلي چارو کښې لاسوهنه دې بنده شي

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال له انتخاباتي کمیټو وغوښتل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیشن په داخلي چارو کښې له لاسوهنې ډډه وکړي.

آوا خبري آژانس لیکلې دي چې سرور دانش پرون په کابل کښې د افغانستان د ملي اقتدار ګوند د ارواښاد مشر سید مصطفی کاظمي د تلین په مراسمو کښې وویل: هیڅ څوک حق نه لري چې د انتخاباتو خپلواک کمیشن تر دباؤ او پوښتنې لاندې راولي.

هغه په دې خبرې سره چې انتخاباتي ټیمونه باید د انتخاباتو د خپلواک او د شکایتونو د کمیشن احترام وکړي، زیاته کړه: انتخاباتي ټیمونه حق لري چې خپل شکایتونه په مستنده او قانوني توګه وړاندې کړي.

سرور دانش په عین حال کښې د انتخاباتو له کمیشنه هم وغوښتل چې د ستمبر د اتویشتمې د ولسمشریزو انتخاباتو پایلې زرترزره اعلان کړي.

د ویلو ده چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشرې میرمن حوا علم نورستاني پرون د ولسمشریزو انتخاباتو د رایو په بیاشمیرنه کښې له ځنډ څخه د اندیښنې په څرګندولو سره د کوم خاص انتخاباتي ټیم له نوم اخیستو پرته وویل چې یو ټیم د رایو د بیاشمیرنې مخه نیسي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو ابتدايي پایلې د روانې نومبر میاشتې په څوارلسمه نیټه اعلان شي.