د ولسمشرۍدانتخاباتو د ځینورایو شمیرل دې ودرول شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85805-د_ولسمشرۍدانتخاباتو_د_ځینورایو_شمیرل_دې_ودرول_شی
په افغانستان کې هیڅ ډول ترینګلتیا نه غواړو ،خو که بحران رامینځةکړائ شی ، نو مسئولیت به ئې د حکومت جوړونکی ټیم په غاړه وی ،ځکه دوی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلۍ د قانونی کولو لپاره هڅه کوی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Nov 10, 2019 17:34 Asia/Kabul
  • د ولسمشرۍدانتخاباتو د ځینورایو شمیرل دې ودرول شی

په افغانستان کې هیڅ ډول ترینګلتیا نه غواړو ،خو که بحران رامینځةکړائ شی ، نو مسئولیت به ئې د حکومت جوړونکی ټیم په غاړه وی ،ځکه دوی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلۍ د قانونی کولو لپاره هڅه کوی .

 ا یرناخبری اژانس راپورورکړ ، د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائی شورا  مشر عبدا...عبدا.... نن په کابل کې په یوه  کنفرانس کې  وئیلی دی ،د هغو دوه زره څلور  سوه صندقونو  رای بیا شمیرنې چې  شمیرل ئې له پرونه پیل شوی،  په بایو میټرک سسټم کې  نشته  او دغه رای بې اعتباره دی .

 د افغانستان د ولسمشرۍ دغه کاندید  چې  له اشرف غنی سره سخته سیالی کوی ،د انتخاباتو خپلواکه کمیشن ته خبرداری ورکړی ، که دغه  اورګان  په غیر قانونی توګه  د رایو بیا شمیرنو ته دوام ورکړی ، نو د ثبات او پیوستون ټیم به ورته کلک غبرګون وښئ .

 ډاکټر عبدا.... د افغانستان  د اوسنی ولسمشر اشرف غنی  په  مشرۍ حکومت  جوړونکی انتخاباتی ټیم د تیر ستمبر په اته ویشتمه نیټه  د  ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې په منظمو درغلیو تورن کړی او وئیلی ئې  دی ،  دغه ډله  غواړی د درغلۍ او ټګۍ له لارې  قدرت ته ورسیږی . 

 هغه وئیلی په افغانستان کې هیڅ ډول ترینګلتیا نه غواړی ،خو که بحران رامینځةکړائ شی ، نو مسئولیت به  ئې د حکومت جوړونکی ټیم په غاړه  وی ،ځکه  دوی  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلۍ   د قانونی کولو لپاره  هڅه کوی .

ټاکل شوې ده د افغانستان د ولسمشرۍ دا نتخاباتو لومړنۍ نتیجېله دوه ځله ځنډیدو وروسته  دنومبر  په څوارلسمه نیټه  اعلان شی .