د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ځینو رایو بیاشمیرنه پیل شوه
د افغانستان د انتخاباتو کمیشن د څو کاندیدانو له اعتراضونو او بایکاټ سره سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د یوې برخې د بیا شمیرل کیدو د دوام خبر ورکړ.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د انتخاباتو کمیشن وویل: د ولسمشریزو انتخاباتو د یوې برخې د بیاشمیرلو بهیر پرون په څو ولایتونو کښې د انتخاباتو د کمیشن په دفترونو کښې د انتخاباتي څارونکو په شتون سره پیل شوی دی.
د افغانستان د انتخاباتو کمیشن ویلي چې د رایه اخیستنې د څه باندې اته زره او دوه سوه مرکزونو راې بیا شمیرل کیږي.
د ویلو ده چې په پلازمینې کابل کښې د ولسمشریزو انتخاباتو د ځینو رایو بیاشمیرنه له وړمې ورځې پیل شوې ده.
له بلې خوا د ولسمشریزو انتخاباو یو مهم کاندید عبدا... عبدا... پرون په کابل کښې خبریالانو ته وویل چې د ځینو رایو بیاشمیرنه دې بنده شي او که افغانستان په دې انتخاباتو سره د کړکیچ په لور لاړ شي نو مسئول به یې د اشرف غني په مشرۍ (دولت ساز) انتخاباتي ټیم وي.