د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو بهیر په کړکیچنیدو دی
Nov 11, 2019 07:39 Asia/Kabul
د افغانستان د رڼو انتخاباتو فاؤنډیشن د دغه هیواد د ولسمشریزو انتخاباتو د بهیر د کړکیچنیدو په هکله خبرداری ورکړ.
د افغانستان د رڼو انتخاباتو فاؤنډیشن د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د څارونکي ارګان په توګه پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د ولسمشریزو انتخاباتو د ځینو رایو بیاشمیرنه د انتخاباتو د قانون خلاف ورزي وبلله.
د دغې بیانیې له مخې د بایو میټرک سیسټم له کارولو پرته رایو ته هر ډول اعتبار ورکونه د انتخاباتي کمیټو له خوا د هغو د نتایجو د نه منلو زمینه برابروي.
ټیګونه