چین د افغانستان د ګوندونو د راتلونکو مذاکراتو ملاتړ وکړ
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې د دغه هیواد حکومت د افغانستان د حکومت تر لارښوونې او مدیریت لاندې د صلحې او پخلاینې له بهیره ملاتړ کوي.
د ایرنا د خبر له مخې ګنګ شوانګ وویل: د چین حکومت نیت لري د افغانستان په مسئله کښې په بیجنګ کښې د لورو ګوندونو ترمینځ د مذاکرې او د نظر د تبادلې لپاره یوه ایجنډا وړاندې کړي او د ټولو ګوندونو غوښتنو ته د احترام په بنیاد د صلحې او پخلاینې له بهیر سره مرسته وکړي.
د دې رپورټ له مخې تمه کیږي چې دغه غونډه د روانې نومبر میاشتې په ۲۱ نیټه په بیجنګ کښې ترسره شي.
د ویلو ده چې په قطر کښې د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د نیغ په نیغه خبرواترو په نهو پړاؤنو کښې د افغانستان حکومت بیخي هیر او ډډې ته وساتل شو او کابل د دغو دواړو لورو ترمینځ د یوې پټې معاملې له کیدو بیابیا اندیښنه ښودلې وه.