یوازې بایومیټرک راې معتبرې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85855-یوازې_بایومیټرک_راې_معتبرې_دي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشرې وویل چې یوازې بایومیټرک راې معتبرې ګڼي.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Nov 13, 2019 06:01 Asia/Kabul
  • یوازې بایومیټرک راې معتبرې دي

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشرې وویل چې یوازې بایومیټرک راې معتبرې ګڼي.

حوا علم نورستاني دې ټکي ته په اشارې سره چې د افغانستان په وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو کښې یوازې په بایومیټرک سیسټم کښې ثبت شوې راې اعتبار لري، له انتخاباتي ټیمونو وغوښتل چې د انتخاباتو د کمیشن د پریکړو احترام وکړي.

د ویلو ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن له تیرې شنبې څخه د رایو د څه باندې ۲ زره او ۴۰۰ صندقونو بیاشمیرنه پيل کړې ده چې د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار په شان د انتخاباتو ځینو کاندیدانو پرې اعتراض کړی دی.