کابل کې موټربم" ۷ کسان ووژل او ۱۰ " ټپیان کړل
زمونږخبریال وایی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی وایی د کابل په پنځلسمه حوزه کې- قصبې ته نږدې- موټر بم چاودلی چې له امله یې ۷ ولسی وګړی وژل شوی او د څلورو (۴) بهرنیانو په ګډون ۱۰ نور ټپی شوی دی.
د ښاغلی رحیمی په خبره، د برید موخه د ګارډا ورلډ په نوم بهرنی امنیتی شرکت و.
نصرت رحیمی رسنیو ته وویل د مرګ ژوبلې دا شمېره لومړنۍ ده او ښایی بدله شی:
"سهار ۷:۲۵ تونس موټر د قسیم سړک سره پر هغه لنډکروزر موټر چاودنه وکړه چې د ورلډ ګارډ په نوم بهرنۍ امنیتی کمپنۍ ده".
چارواک یدا هم وایی، چې دې پېښه کې ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د پېښې انځورونه ښیی چې دې چاودنه کې څو موټر زیانمن شوی او نږدې استوګنځیو ته هم تاوان رسېدلی دی.
تراوسه د دې پېښې مسولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
دا پېښه په داسې مهال ده چې وروستیو اونیو کې کابل تر ډېره ارام و.