عبد الله عبدالله د رایو له بیاشمیرل کیدو سره مخالفت وکړ
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرايي مشر د دغه هیواد د تیرو ولسمشریزو انتخاباتو د رایو له بیاشمیر کیدو سره مخالفت وکړ.
د ایرنا خبري آژانس په لیکنه، د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د څلورم پړاؤ د رایو د دوباره شمیرنې بهیر چې د یوشمیر انتخاباتي ډلو د مخالفت په وجه د دریو ورځو لپاره بند شوی و، پرون بیا پيل شو خو په دغو ټاکنو کښې د ثبات او هم ګرایۍ د انتخاباتي ټیم مشر عبد الله عبد الله د دغه کار مخالفت وکړ.
هغه پرون په کابل کښې په یوه خبري غونډه کښې د رایو د بیاشمیر د بهیر دوباره پیلول غیرقانوني وبلل او د هغه د دوام د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرايي مشر زیاته کړه چې د دغه هیواد د انتخاباتو خپلواک کمیشن په دې لړ کښې د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم رضایت نه دی ترلاسه کړی او پکار دي چې د رایو د بیاشمیرنې بهیر ودریږي.
د ثبات او هم ګراۍ د انتخاباتي ټیم اعتراض دا دی چې د بیاشمیر په بهیر کښې هغه تقریباً درې لکه راې هم شاملې کړی شوې دي چې په بایومیټرک سیسټم کښې ثبت نه دي.