په کابل کښې بم چاودنې څلور ښاریز ژوبل کړی
Nov 18, 2019 08:50 Asia/Kabul
اوا خبری اژانس وایی په کابل ښار کښې د افغانستان د پوځیانو د روزنې مرکز ته نږدې د دوو (۲) لاسی بمونو د غورځولو په نتیجه کښې څلور (۴) ملکی وګړی ژوبل شول .
دافغانستان د پولیسو ویاند نصرت رحیمی وویل ناپیژاندو کسانو نن سهار د کابل ښار په نولسمې (۱۹) حوزې کښې د پوځ د روزنې مرکز ته نږدې دوه (۲) لاسی بمونه وغورځول.
تراوسه کومې ډلې یا کس د دغو دوو (۲) لاسی بم چاودنو مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .
په کابل او نورو ښارونو کښې له تیرو څو میاشتو راهسې د ترهګرو ډلو بریدونه او حملې زیاتې شوی دی چې په ترڅ کښې یې ډیر عادی خلک چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دی وژل شوی او ژوبل شوی دی .
ټیګونه