په کابل کښې بم چاودنې یو پولیس ژوبل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86061-په_کابل_کښې_بم_چاودنې_یو_پولیس_ژوبل_کړی
زمونږ خبریال وایی د کابل د پولیسو د قومندنۍ ویاند فردوس فرامرز وویل د دغه ښار د نهمې (۹) امنیتی حوزې په خوا کښې په« قلعه وزیر» سیمه کښې د پولیسو د ځواکونو په یوه(۱) ګاډی کښې د مقناطیسی بم د چاودیدا له کبله یو(۱) پولیس ژوبل شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2019 09:28 Asia/Kabul
  • په کابل کښې بم چاودنې یو پولیس ژوبل کړی

زمونږ خبریال وایی د کابل د پولیسو د قومندنۍ ویاند فردوس فرامرز وویل د دغه ښار د نهمې (۹) امنیتی حوزې په خوا کښې په« قلعه وزیر» سیمه کښې د پولیسو د ځواکونو په یوه(۱) ګاډی کښې د مقناطیسی بم د چاودیدا له کبله یو(۱) پولیس ژوبل شوی .

تراوسه کومې ډلې یا کس د دغه بم چاودنې مسولیت نه دی منلی .

دغه راز د افغانستان د کاپیسا ولایت د اله سای(Alah Say ) ولسوالۍ په بازار کښې نن په ماین چاودنې کښې درې(۳)کسان ووژل شول او د پینځو(۵) ملکی وګړو او د دوو(۲) عسکرو په شمول اوه(۷) کسان ژوبل شوی دی .

د کاپیسا د پولیسو د قومندنۍ ویاند عبدالشایق طالبانو ډله تورنه کړه چې دغه ماین یې چاودولی دی .