په کابل کښې بم چاودنې یو پولیس ژوبل کړی
Nov 23, 2019 09:28 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی د کابل د پولیسو د قومندنۍ ویاند فردوس فرامرز وویل د دغه ښار د نهمې (۹) امنیتی حوزې په خوا کښې په« قلعه وزیر» سیمه کښې د پولیسو د ځواکونو په یوه(۱) ګاډی کښې د مقناطیسی بم د چاودیدا له کبله یو(۱) پولیس ژوبل شوی .
تراوسه کومې ډلې یا کس د دغه بم چاودنې مسولیت نه دی منلی .
دغه راز د افغانستان د کاپیسا ولایت د اله سای(Alah Say ) ولسوالۍ په بازار کښې نن په ماین چاودنې کښې درې(۳)کسان ووژل شول او د پینځو(۵) ملکی وګړو او د دوو(۲) عسکرو په شمول اوه(۷) کسان ژوبل شوی دی .
د کاپیسا د پولیسو د قومندنۍ ویاند عبدالشایق طالبانو ډله تورنه کړه چې دغه ماین یې چاودولی دی .
ټیګونه