ملګرو ملتو افغانستان د ماشومانو لپاره ترټولو مرګونے هېواد اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86146-ملګرو_ملتو_افغانستان_د_ماشومانو_لپاره_ترټولو_مرګونے_هېواد_اعلان_کړ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي مرستیال وويل چې افغانستان په نړۍ کښې د ماشومانو لپاره ترټولو مرګونے هېواد دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2019 03:53 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو افغانستان د ماشومانو لپاره ترټولو مرګونے هېواد اعلان کړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي مرستیال وويل چې افغانستان په نړۍ کښې د ماشومانو لپاره ترټولو مرګونے هېواد دے.

ټوبي لینزر زیاته کړه چې په تېر ميلادي کال کښې د نړۍ په کچه په افغانستان کښې تر ټولو ډېر ماشومان وژل شوي دي.

لینزر دغه څرګندونې «د افغان ماشومانو په اړه ناسته کښې» چې اروپايي ټولنه یې کوربه وه، وکړې.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لینزر په دې اړه وويل:«په یقین سره ویلې شوو چې افغانستان په نړۍ کښې د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونے هېواد دے او په دغه هېواد کښې په ۲۰۱۸ کال کښې د بل هر هېواد په پرتله زیات شمېر ماشومان د جګړو او تاوتریخوالو له امله وژل شوي دي.»

د يادونې ده چې په افغانستان کښې د امریکې په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو، افغان ځواکونو او وسله والو ډلو په حملو کښې اکثر عامه خلق وژل کيږي چې پکښې ګڼ شمېر ماشومان شامليږي.