له امریکا سره د خبرواترو د پیلیدا لپاره وخت شته
Nov 29, 2019 12:02 Asia/Kabul
فرانسې خبری اژانس وویل د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه (۱) پیغام کښې ویلی وو له امریکا سره د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره اوس ژر دی .
هغه وویل له امریکا سره د سولې د خبرو اترو د له سره پیلیدا په هکله به د طالبانو رسمی غبرګون وروسته اعلان شی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ بیګا په بګرام هوایی اډې کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره له کتنې وروسته له طالبانو سره د خبرو اترو د له سره پیلیدا غوښتنه وکړه .
ټرمپ وویل د افغانستان طالبان له امریکا سره یوې (۱) موافقې ته د رسیدا غوښتونکی دی .
له طالبانو سره د امریکا د بې نتیجې خبرواترو له نهو پړاونو او ددغو خبرو اترو له دریدا وروسته د واشنګټن چارواکی اوس د دغو ماتیو خوړلو خبرواترو د له سره پیلیدا غوښتونکی دی .
ټیګونه