کرزے: افغان حکومت د صلحې په وړاندې ريښتينے نه دے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86234-کرزے_افغان_حکومت_د_صلحې_په_وړاندې_ريښتينے_نه_دے
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي وويل، د صلحې لپاره د افغان حکومت ګام ریښتینی نه دے او د صلحې مخالفت کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2019 12:24 Asia/Kabul
  • کرزے: افغان حکومت د صلحې په وړاندې ريښتينے نه دے

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي وويل، د صلحې لپاره د افغان حکومت ګام ریښتینی نه دے او د صلحې مخالفت کوي.

کرزي په خپلو تازه څرګندونو کښې ویلي چې  د اشرف غني حکومت د صلحې برخه کښې هڅې نه دي ترسره کړي، نوموړی وويل، چې په تېرکال کښې د افغان حکومت لخوا څو طرحې وړاندې شوې  چې دا په خپله د صلحې مخنیوے دے.

کرزي په افغان حکومت نیوکه وکړه چې د صلحې په برخه کښې د صلحې عالی شورا څخه ګټه نه اخیستل کیږي، هغه وویل د صلحې عالي شورا د صلحې د مذاکراتو لپاره یوه ښه جوړښت دے چې د لویې جرګې لخوا جوړ شوے دے او افغان حکومت ترې ګټه نه ده پورته کړې.

کرزي د بیجنګ ناستې په هکله وویل، چې دغه ناسته کښې ګډون نکوي، هغه وویل ولسمشر غني راته وویل چې دغې ناستې ته مه ځه او زما له تګ سره یې مخالفت وښود.