ننګرهار کښې دیوې خونړۍ پیښي مخه ونیول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86495-ننګرهار_کښې_دیوې_خونړۍ_پیښي_مخه_ونیول_شوه
دننګرهار والی شاه محمود میاخیل پرون په یوه خبري ناسته کې وویل د دی ولایت د ملي امنیت کارکوونکو هغه فلاینکوچ موټر د جلال اباد ښارپه شپږمه ناحیه کې ونیوچې له تیرې خواوشا یوې میاشتې راهیسې یې تر څار لاندی ؤ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2019 14:25 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې دیوې خونړۍ پیښي مخه ونیول شوه

دننګرهار والی شاه محمود میاخیل پرون په یوه خبري ناسته کې وویل د دی ولایت د ملي امنیت کارکوونکو هغه فلاینکوچ موټر د جلال اباد ښارپه شپږمه ناحیه کې ونیوچې له تیرې خواوشا یوې میاشتې راهیسې یې تر څار لاندی ؤ.

 والی وویل په دې موټر کې زرکیلوګرامه چاودیدونکي توکي ځاي پر ځای شوي او غوښتل یې چې پریوه دولتي اداره باندې د برید پر مهال چاودنه ورکړي والی وویل په موټر کې دا چاودیدونکي توکي دنګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي او لومړی دسره رود ولسوالي او بیا د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې د مولوي خالص فامیلیو ته رالیږدول شوی و. شاه محمودمیاخیل وویل د ملی امنیت کارکونکو یو تن د موټر چلونکی چې د ځان وژونکی برید لپاره چمتوو شوی و او یو د موټر ساتونکی نیولی چې تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي .هغه وویل دموټر بم برید دا پلان وسله والو طالبانو چمتو کړی و چې پر وینا یی د ملی امنیت ادارې کارکوونکو شنډ او له ماتې سره مخ کړ . دوالي د خبري ناستې پر مهال نیول شوي کسان چې اصلا د کونړ ولایت اوسیدونکي دي هم رسنیو ته وښودل شول.نیول شویو کسانو وویل چې دا موټر یې د وسله والو طالبانو په امر چمتو کړی و او غوښتل یې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه ورکړي.وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی