آمريکائي ځواکونو بيا عامه افغانان په خاورو او وينو کښې ولوغړول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86800-آمريکائي_ځواکونو_بيا_عامه_افغانان_په_خاورو_او_وينو_کښې_ولوغړول
د افغانستان د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کښې امریکایي ځواکونو د خپلو داخلي همسنګرو په ملتیا د ولسي وګړو په کورونو برید کړے او د ښځو او ماشومانو په شمول یې دوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2019 04:03 Asia/Kabul
  • آمريکائي ځواکونو بيا عامه افغانان په خاورو او وينو کښې ولوغړول

د افغانستان د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کښې امریکایي ځواکونو د خپلو داخلي همسنګرو په ملتیا د ولسي وګړو په کورونو برید کړے او د ښځو او ماشومانو په شمول یې دوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې امريکائي او افغان ځواکونو تېره شپه د نجراب ولسوالۍ اړوند «پچه غان» ، «افغانیه دره» او «غَین» نومي سیمو کښې د عامه  وګړو په کورونو حملې کړې، چې په نتيجه کې یې د ۵ تنو ماشومانو او یوې مېرمنې په شمول اته تنه عامه وګړي وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

Image Caption

 

راپورونه زیاتوي، ګډو ځواکونو د ملکي وګړو له لسو زیات کورونه هم ویجاړ کړي او ۶ تنه ولسي وګړي یې له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي.

Image Caption

 

د يادونې ده چې په افغانستان قابض امريکائي ځواکونه وخت وخت د افغانستان په مختلفو سيمو کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه په عامه افغانانو حملې کوي او تر اوسه يې د ښځواو ماشومانو په شمول په زرګونو افغانان قتل عام کړي دي او د افغان چارواکو ، سياسي او مذهبي شخصيتونو او خلقو د بیا بيا خبرداريو باوجود دغه جنايتونه دوام لري.

Image Caption