کابل کښې د پاکستان سفارت د ویزو صادرول پیل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86880-کابل_کښې_د_پاکستان_سفارت_د_ویزو_صادرول_پیل_کړل
د افغانستان په پلازمینه کابل کښې د پاکستان سفارت پرون وویل چې د افغانستان د خلکو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر سر له نن څخه بیا پيلوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2019 04:05 Asia/Kabul
  • کابل کښې د پاکستان سفارت د ویزو صادرول پیل کړل

د افغانستان په پلازمینه کابل کښې د پاکستان سفارت پرون وویل چې د افغانستان د خلکو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر سر له نن څخه بیا پيلوي.

کابل کښې د پاکستان سفارتخانې د روان میلادي کال د نومبر په څلورمه نیټه ویلې وو چې په امنیتي وجوهاتو د دغه سفارت کنسولي برخه تر بلې خبرتیا پورې بندوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلې وو: په کابل کښې د پاکستاني سفارتکارانو د ځورول کیدو په وجه یې د افغانستان د سفارت شاذدافیر وربللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په اسلام آباد کښې د خپل شاذدافیر د احضاریدو په ځواب کښې ویلې وو چې د پاکستان له خوا د امنیتي اندیښنو ادعا په جدي توګه څیړي او د افغانستان حکومت د پاکستان او د نورو هیوادونو د سفارتونو د ډیپلماټانو د خوندیتوب په تامینولو ژمن دی.

کابل کښې د پاکستاني سفارت کنسولي برخه په داسې حال کښې کابو دوه میاشتې بنده پاتې شوه چې دغه سفارت له دې مخکښې د پاکستاني ویزې لپاره له درخواست ورکونکو غوښتي وو چې یوازې د ډیرو مهمو سفرونو لپاره دې د ویزې درخواست جمع کړي.