د شکایتونو کمیشن د اختلاف وړ درې لکه راې نه څیړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86951-د_شکایتونو_کمیشن_د_اختلاف_وړ_درې_لکه_راې_نه_څیړي
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیشن وویل د هغو دریو لکو رایو څیړنه نه کوي چې په سر یې اختلاف دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2020 07:58 Asia/Kabul
  • د شکایتونو کمیشن د اختلاف وړ درې لکه راې نه څیړي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیشن وویل د هغو دریو لکو رایو څیړنه نه کوي چې په سر یې اختلاف دی.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیشن د کابل ولایت د شکایتونو د جاجولو بهیر چې زیاتره یې د رایو د توپیر د اختلاف په هکله دي، له پرون څخه پیل کړی دی.

د افغانستان په انتخاباتي شکیاتونو د غور د کمیشن د څیړنې مسئول احمد صمیم فیضي وویل: په کابل ولایت کښې له ثبت شویو ۲ زره او ۲ سوه ۳۰ شکایتونو څخه ۱ زر او ۴ سوه شکایتونه د رایو د توپیر په هکله اختلاف پورې اړوند دي او اوس یې څیړنه روانه ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د عبد ا.. عبدا... په مشرۍ د (ثبات او همپالنې) انتخاباتي ټیم د دریو لکو رایو د باطلیدو غوښتنه کړې ده.

د ویلو ده چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانیدو وروسته د دغه هیواد د انتخاباتي شکایتونو کمیشن ته له شپاړس نیمو زرو زیات شکایتونه وړاندې شوې دي.