بې پایلټه الوتکې د یوې افغان کورنۍ شپږ غړي ووژل
Feb 01, 2020 13:33 Asia/Kabul
د افغانستان سرچینو د دغه هیواد په شمال لویدیځ کښې د یو ډرون په حمله کښې د یوې کورنۍ د شپږو کسانو د مړینې خبر ورکړ.
عیني شاهدانو نن د افغانستان ډله ایزو رسنیو ته وویل چې په دغه هوايي برید کښې یوه افغان میرمنه او پنځه بچیان یې وژل شوې دي.
دا په افغانستان کښې په وروستیو دریو ورځو کښې د هوايي حملو له امله د ملکي وګړو د تلفاتو دریمه پیښه ده.
ټیګونه