حامد کرزي د هراړخیزې صلحې د طرحې په اجرا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87776-حامد_کرزي_د_هراړخیزې_صلحې_د_طرحې_په_اجرا_ټینګار_وکړ
د افغانستان پخواني ولسمشر وویل چې د دغه هیواد خلک به د صلحې لپاره یوازې د هغې طرحې ملاتړ وکړي چې په افغانستان کښې د پایداره امنیت ضمانت ورکړي او ثبات ټینګ کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2020 02:09 Asia/Kabul
  • حامد کرزي د هراړخیزې صلحې د طرحې په اجرا ټینګار وکړ

د افغانستان پخواني ولسمشر وویل چې د دغه هیواد خلک به د صلحې لپاره یوازې د هغې طرحې ملاتړ وکړي چې په افغانستان کښې د پایداره امنیت ضمانت ورکړي او ثبات ټینګ کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر وویل چې د دغه هیواد خلک به د صلحې لپاره یوازې د هغې طرحې ملاتړ وکړي چې په افغانستان کښې د پایداره امنیت ضمانت ورکړي او ثبات ټینګ کړي.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، حامد کرزي پرون د یو ټویټ په خپرولو سره له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په هکله د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادعا په غبرګون کښې وویل: له دې امله چې د افغانستان خلکو ډیر رنځونه او کړاؤنه زغملې دي، دې هیواد ته د صلحې راستنیدل ډیر اهمیت لري.

د افغانستان تیر ولسمشر له یوې سیاسي موافقې وروسته د صلحې د پایداروالي په ضرورت باندې په ټینګار سره زیاته کړه چې د افغانستان خلک د هرې هغې طرحې ملاتړ کوي چې په هیواد کښې یې د پایداره صلحې او ثبات ضمانت ورکوي.