طالبانو يوه امريکائي ډرون الوتکه نسکوره کړه
Feb 07, 2020 08:58 Asia/Kabul
د طالب ډلې وياند په خپل يو ټوئيټري پېغام کښې په لغمان ولايت کښې د امريکې د يوې ډرون الوتکې د رانسکورولو خبر ورکړ.
د آريانا نيوز د رپوټ له مخې ذبيح ا... مجاهد وويل، پرون د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ په دُردوري سيمه کښې طالبانو د امريکې يوه ډرون الوتکه راوغورزوله چې تباه شوې ملبه يې په سيمه کښې پرته ده.
له دې مخکښې هم طالبانو په غزني ولايت کښې د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو يوه الوتکه وغورزوله چې پکښې د دغه هېواد يو شمېر فوځي او د سي آئي اے جاسوسي ادارې لوړ رتبه افسران ووژل شول.
ټیګونه