د ایران اسلامي انقلاب ستر بدلون دی
زمونږ خبریال وايي دافغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله د پهلوي شاهنشاهي رژيم په مقابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب بریالیتوب په سیمه او نړۍ کښې ستر بدلون وباله .
هغه په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د یوڅلویښتمې (۴۱) کلیزې د لمانځلو په دستورو کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په مناسبت د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود ، حکومت او د هیواد خلکو ته مبارکي وویله او ویې ویل د اسلامي انقلاب بریالیتوب نه یوازې د ایران بلکې د سیمې او د نړۍ لپاره یو (۱) ستر بدلون وو .
د ایران پرتمینه انقلاب د ۱۹۷۹ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په یولسمه (۱۱) نیټه بریالی شوی وو.
د افغانستان د ملي حکومت د اجرايي مشر عبدالله عبدالله دغه راز د خپل هیواد د جهاد ، مقاومت او د بیا رغاونې په پړاونو کښې له کابل سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو د قدرونې په ترڅ کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت همدا اوس د افغانستان د څه دپاسه درې(۳)میلیونه کډوالو کوربه توب کوي او په بیلابیلو سیاسي او اقتصادي ډګرونو کښې د دواړو هیوادونو اړیکې مخ په پراخیدا دي .
عبدالله عبدالله له ایران سره د افغانستان د دوه اړخیزه اړیکو په ډیرې پراختیا د ټینګار په ترڅ کښې وویل زه ډاډ لرم چې په بیلابیلو ډګرونو کښې د تهران او د کابل دوستانه اړیکې دوام ولري او هغه پیاوړي شي .
د افغانستان دملي وحدت دحکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله په عین حال کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د کابل له حکومت سره د سیمې او د ګاونډیو هیوادونو د ملګرتیا په اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل ایران او افغانستان نه یوازې له ترهګرۍ او نشه ییزو موادو سره د مبارزې په ډګرونو بلکې په نورو سیمه ییزو مسائیلو کښې هم ګډ ګامونه ترسره کولای شي .
عبدالله عبدالله په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک په هیواد کښې په عزت سره د سولې غوښتونکي دي وویل کابل د هر هغه ګام چې په افغانستان کښې د سولې د تامینیدا په لړ کښې پورته شي هرکلی کوي .