بهرني ځواکونه په افغانستان کښې پاتې کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87893-بهرني_ځواکونه_په_افغانستان_کښې_پاتې_کیږي
د ناټو سرمنشي په یوه ادعا کښې په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره په دغه هیواد کښې د بهرنیو پوځیانو د شتون دوام ضروري وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2020 07:16 Asia/Kabul
  • بهرني ځواکونه په افغانستان کښې پاتې کیږي

د ناټو سرمنشي په یوه ادعا کښې په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره په دغه هیواد کښې د بهرنیو پوځیانو د شتون دوام ضروري وباله.

د آوا خبري آژانس د خبر له مخې ینس سټولټنبرګ Jens Stoltenberg پرون په بروکسل کښې په یوه خبري غونډه کښې مدعي شو چې ناټو او امریکا به په افغانستان کښې د جنګ تر ختمیدو، د صلحې تر ټینګیدو او د امنیت تر تامینیدو پورې له دغه هیواده ونه وځي.

د ناټو سرمنشي هم داشان زیاته کړه چې دغه پوځي سازمان او امریکې په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو د شتون د کمولو په هکله هیڅ فیصله نه ده کړې.

دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې امریکې په ۲۰۰۱ کال کښې په افغانستان باندې له حملې راهیسې ثابته کړې ده چې پّ دغه هیواد کښې د جنګ د ختمولو او د امنیت د تامینولو توان نه لري او ماتې یې خوړلې ده.

نن سبا څه باندې دیارلس زره بهرني پوځیانو په افغانستان کښې دیره دي.