ایټالیا کښې د افغانستان سفیره سره د خپل مرستیاله څنګته کړی شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87909-ایټالیا_کښې_د_افغانستان_سفیره_سره_د_خپل_مرستیاله_څنګته_کړی_شو
د افغانستان ولسمشر په یو حکم کښې په ایټالیا کښې د دغه هیواد سفیره او د هغې مرستیال له کاره ګوښه کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2020 13:07 Asia/Kabul
  • ایټالیا کښې د افغانستان سفیره سره د خپل مرستیاله څنګته کړی شو

د افغانستان ولسمشر په یو حکم کښې په ایټالیا کښې د دغه هیواد سفیره او د هغې مرستیال له کاره ګوښه کړل.

طلوع نیوز خبري چینل خبر ورکړی چې افغان ولسمشر اشرف غني نن په ایټالیا کښې د افغانستان د سفارتکارانو ترمینځ د شخړې له رامینځته کیدو وروسته هلینا ملکیار Helena Malikyar او د هغې مرستیال له کاره لرې کړل او له روم څخه یې افغانستان ته وروبلل.

خبر زیاتوي چې دغه پریکړه پس له هغې وشوه چې د کابل حکومت په ایټالیان کښې د افغانستان د ډیپلماټانو ستونزې لانجمنې وبللې.

د روان کال په غبرګولي میاشت کښې هم پس له دې چې هلینا ملکیار په روم کښې د افغانستان د سفیرې په توګه وګمارله شوه، د هغې او په ایټالیا کښې د افغان سفارتکارانو ترمینځ د شخړې رامینځته کیدو ګونګوسې ترلاسه شوې.