په کابل کښې د مجرمانو د نيولو لړۍ روانه ده
په کابل کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د مجرمینو دنیولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده چې پرون یې هم لس (۱۰) تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دافغانستان دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وایي چې د تېرو (۴۸) ساعتونو په دوران کې یې د کابل ښار د دویمې، څلورمې، نهمې، یوولسمې، دیارلسمې او پنځلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې لس (۱۰) تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو، په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، د غیرقانوني وسلو لېږد، د کورونو غلا، د موبایل غلا، ژوبله، د موټر د نمبر پلېټ غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې له یادو کسانو څخه دوه وسلې، یو لاسي بم، یو غلا شوی نمبر پلېټ او یو شمېر نشه يي توکي د تریاکو او چرسو له ډوله هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ پولیسو د تخار ولایت په بنګي ولسوالۍ کې درې تنه د وژنې او انسان تښتونې په تړاو نیولي ول.